IQNA

 د قرآن نندارتون د خلاقو  مسلمانانو ترمینځ د ارتباط پل او دهنرمندانو د الهام سرچینه ده

8:14 - March 17, 2025
د خبر لمبر: 3490813
ایکنا- د تهران د قرآن نړیوال نندارتون په دوه دیرشم پړاؤ کې  ګډون کونکو بهرنیو  هنرمندانو ووئیل؛ قرآن  ټول انسانان سره متحد او یو موټی کولی شی. کله مونږ  کوم اثر پنځوو، نو د قرآن کریم له آیتونو او د پیغمبر اکرم(ص)  له حدیثونو څخه استفاده کوو او دا نه یوازې په ژوند کې  دهدایت یوازینۍ لاره ده ،بلکې  دمونږ لپاره  په یووخت  الهام بخښونکې هم  ده .
 د قرآن نندارتون د خلاقو  مسلمانانو ترمینځ د ارتباط پل او دهنرمندانو د الهام سرچینه ده

ایکنانیوز راپور راکوي، د قرآن کریم  نړیوال نندارتون دوه دیرشم پړاؤ  د کب  دمیاشتې له پنځلسمې نیټې راهسې  د ؛قرآن ، د ژوند لاره ؛په شعار سره په تهران کې د امام خمیني په عیدګاه کې پیل شو او د کب تر شپږویشتمې نیټې پورې ئې دوام درلود. ددغه نندارتون په نړیوالې برخې کې  دعراق ، پاکستان ،ترکیې ، روسیې،الجزایر، بوسنی هرزیګوینیا، ایوري کاسټ ،انډونیشیا په څير  هیوادونو شتون درلود. او ددغو هیوادونو هنرمندانو خپل قرآنی تابلوګانې او آثار د عامو خلکو نندارې ته وړاندې کړل.

گلناز اسماعیل ووا، هنرمند تذهیب‌کار روس

د روسیې  یوې هنرمندې او تذهیب کارې میرمن  ګلناز اسماعیل ووا، د قرآن  دنړیوال نندارتون په نړیوالې برخې کې  په شتون سره ایکنانیوز سره په خبرو کې ووئيل؛ ډير خوشال یم  چې  دخپل هیواد په نمایندګۍ  په دغې پيښې کې ګډون کوم.د نندارتون له ترسره کونکو څخه  دغه نندارتون ته د  ما د بلنې په خاطر او دغه راز ددغه ولولناک  نندارتون  په منظم او پروګرام سره  په ترسره کیدا ستاینه او قدرونه کوم.

چولبان شیخونلا دیگر هنرمند اهل روسیه

په دوام کې د روسیې یوه بل هنرمند چولبن شیخونلا هم ووئيل؛  ډیر خوشال یم چې په د غه لوي نړیوال نندارتون کې ګډون کوم. په دې پسې د چین  یوه مسلمان خطاط  اسحاق مادلونګ هم دهغه له هنري آثارو څخه د ایران  دمهربانو خلکو  دهرکلي قدرونه او مننه وکړه او وې وئيل؛  د ایران د خلکو تاوده هرکلي او میلمه پالنې  پر ما ډيرې ژورې اغیزې وشیندلې . په قرآن کریم کې راغلي دي، مومنان  پخپلو کې سره وروڼه دي.

د ترکیې یوه هنرمند هولیا اوشان  هم دې ته په اشارې سره چې  تیر کال هم  ایران ته په سفر راغلی ،ووئيل؛  قرآن کریم  د اتحاد چورلیز دی او  دانسانانو ترمینځ د مودت سبب کیږي. قرآن  په حقیقت کې  په مختلفو زمینو کې  د علم او هنر سرچینه ده او د خلقت هنر  انسان ښئ او  زما په اند،  ترټولو ښه هنری اثر پخپله انسان دی.

کیارا سپاستیانی، استاد دانشگاه بولونیا در ایتالیا

 په ایټالیا کې د بولونیا پوهنتون  استاد کیارا سپاستیاني  هم له ایکنانیوز سره په خبرو کې روښانه کړه ، ددغه نندارتون یو کارندوالی دا دی چې  د مختلفو  هیوادونو مسلمانان په مختلفو ژبو سره  سره غونډوي څو  له هغو هیوادونو څخه  خپلې آئيډیاوې او تجروبې چې   ورڅخه راغلي دي، له ایرانیو هنرمندانو سره مبادله کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4271269

captcha